انصار: (د زمري ۳۱ مه)، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دوی افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ پر راتګ بندیز لګولی.
نوموړي زیاته کړې:«اوس افغانستان ته د ښاغلي بېنټ راتګ ممنوع شوی، له دې امله چې، هغه د افغانستان پر ضد تبلیغاتو ته ګومارل شوی و، او هغه کس نه دی چې، موږ یې پر خبرو باور وکړو، په افغانستان کې شتون نه لري او افغانستان ته د راتګ اجازه هم نه لري، د دې لپاره چې، په تبلیغاتو بوخت وه، او یوه ډېره کوچنۍ موضوع به یې ستره ښودله او له هغه به یې پروپاګند جوړوه.»
دا په داسې حال کې ده، چې پر ریچارډ بېنټ سربېره د بشري حقونو ګڼ څارونکي بنسټونه پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم د بشري حقونو په پراخ نقض تورنوي او وایي دوی د دغو سرغړونو د پټ ساتلو لپاره د بیان او رسنیو پر ازادۍ او ازادې اطلاع رسونې سخت بندیزونه لګولي.
طالب رژیم ټوله کې هغه نړیوال راپورونه او ارزونې ردوي، چې د دوی کړنې پکې نقدیږي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/33081